ads

روسيې يو ځل بيا په افغان سوله کې د منځګړيتوب وړانديز وکړ

د افغانستان لپاره د روسيې د جمهور رئيس ځانګړى استازى ضمير کابلوف وايي، مسکو غواړي د افغان سولې لپاره د منځګړيتوب رول ولوبوي، ځکه فکر کوي، چې امريکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 لړم 1397
روسيې يو ځل بيا په افغان سوله کې د منځګړيتوب وړانديز وکړ

د افغانستان لپاره د روسيې د جمهور رئيس ځانګړى استازى ضمير کابلوف وايي، مسکو غواړي د افغان سولې لپاره د منځګړيتوب رول ولوبوي، ځکه فکر کوي، چې امريکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده.
ده پرون په مسكو كې يوې غونډې ته وويل، د افغانستان له سولې سره د مرستې لپاره د روسيې هلې ځلې د دې لپاره نه دي، چې د متحدو ايالتونو د هڅو مخه ونيسي، بلکې د خپلو مشروع امنيتي اندېښنو لپاره دي.
كابلوف ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د جګړې دوام د روسيې او د هغې د منځنۍ اسيا د متحدينو ګټې ګواښي.
د هغه په وينا، امريکا او ناټو نه يوازې د افغانستان د جګړې په پاى ته رسولو کې بريالۍ شوې نه دي، بلکې شخړه يې لا پراخه کړې ده.
كابلوف په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ د سيمو پراختيا د خپلې ادعا ثبوت وباله.
د افغانستان لپاره د روسيې د جمهور رئيس ځانګړي استازي دا څرګندونې وروسته له دې وكړې، چې د تېرې جمعې په ورځ مسكو د افغانستان د سولې په اړه د يوه كنفرانس كوربه و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA