د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په پيل کې د هېواد امنيتي او دفاعي مسوولينو په غزني، اروزګان، فراه، بغلان، کندوز او فارياب ولايتونو کې د ګواښونو د له منځه وړلو په اړه د امنيتي او دفاعي ارګانونو د اجراآتو راپورونه غونډې ته وړاندې کړل.
په دې غونډه کې په مشخص ډول پر امنيتي وضعيت او د جاغوري، مالستان، ترينکوټ، خاص اروزګان، چهارسدې، فراه ښار، پښتون کوټ او المار ولسواليو او سرحوض سيمې پر امنيتي حالت او د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر اجراآتو تفصيلي بحث وشو او د ځواکونو د اعزام او تجهيزاتو ډاډ ورکړل شو.
د غونډې ګډونوال همدارنګه د مرکزي سيمو د امنيت ټينګښت لپاره د ملي امنيت قطعې د جوړولو پر پرمختګ وغږېدل.
جمهور رئيس غني د امنيتي او دفاعي ځواکونو د زړورتياوو او قربانيو ستاينه او امنيتي او دفاعي مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه، چې د يادو ولسواليو د ګواښونو پر له منځه وړلو او د امنيت پر ټينګښت زيات تمرکز وكړي.


