ads

د مسكو غونډې ګډونوالو د افغان جګړې له پاى ته رسېدو ملاتړ وکړ

د سولې عالي شورا وايي، د مسكو په غونډه كې يې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د سولې مسئله د نړيوالو رقابتونو له كبله ناحله پرېنږدې او د سيمې د يوې ستونزې په توګه دې پرې له بحثونو وروسته هواره كړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 لړم 1397
د مسكو غونډې ګډونوالو د افغان جګړې له پاى ته رسېدو ملاتړ وکړ

د سولې عالي شورا وايي، د مسكو په غونډه كې يې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د سولې مسئله د نړيوالو رقابتونو له كبله ناحله پرېنږدې او د سيمې د يوې ستونزې په توګه دې پرې له بحثونو وروسته هواره كړي.
د دې شورا مرستيال عزيزالله دين محمد نن يوې خبري غونډې ته وويل، دوى په ياده غونډه كې د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو غوښتونكي شول او د جګړې پراخېدو او سيمې ته د غځېدو خبردارى يې وركړ.
هغه زياته كړه، دوى لومړى بين الافغاني مذاكراتو ته د زمينې پر برابرولو ټينګار وكړ او په خبره يې، تور لېست، د بنديانو تبادله، د بهرنيو ځواكونو وتل او ځينې نور هغه موضوعات دي، چې وروسته به د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ په خبرو كې ورته حللارې ولټول شي.
دين محمد همدارنګه وويل، د مسكو په غونډه كې له طالبانو غوښتنه وشوه، چې د افغانستان له حكومت سره مخامخ خبرې وكړي او په وينا يې، د غونډې ګډونوالو د افغان جګړې د پاى ته رسېدو ملاتړ وكړ.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په ورځ په روسيه كې د افغانستان د سولې په اړه د ۱۲ هېوادونو او په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر د استازو په ګډون غونډه وشوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA