پاكستان د طالبانو د ډلې دوه نور غړي هم پرون له خپل يوه زندانه خوشې كړل.
د دې كسانو نومونه عبدالصمد ثاني او صلاح الدين ښودل شوي دي.
ويل كېږي عبدالصمد ثاني د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو کې د کندهار د بانک رئيس و او ورپسې يې د دغه ولايت د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړه.
صلاح الدين بيا يو ټيټ پوړى طالب قوماندان ياد شوى دى.
طالب سرچينو اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، پاکستان ښايي دا کار په دې خاطر کړی وي، چې له افغان طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.
تر دې وړاندې هم د طالبانو د پخواني مشر د مرستيال ملا عبدالغني برادر په ګډون يو شمېر طالب چارواكي له پاكستاني زندانه خوشې شوي وو.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې له افغان حكومت سره د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستو لپاره هڅې تېزې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


