داعش ډلې په كابل ښار كې د پروني ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه واخيست.
د كورنيو چارو وزارت وايي، د كابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه او ۳۰ دقيقې ترسره شوي ځانمرګي بريد ۲۶ كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا بريد د استقلال لېسې مخې ته پر هغو امنيتي سرتېرو شوى، چې د لاريون كوونكو د امنيت د ټينګښت لپاره ګومارل شوي وو.
د كورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، په دې پېښه كې د درېيو مېرمنو، دوو سړيو او يوه نظامي كس په ګډون شپږ تنه وژل شوي او د درېيو نظامي كسانو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني دغه ځانمرګى بريد غندلى او په وينا يې، تروريستان د دا ډول جنايتونو په ترسره کولو سره نه يوازې خپلو شومو هدفونو ته نه رسېږي، بلکې د خپل ځان په اړه د خلکو کرکه لا زياتوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


