خليلزاد: د سولې خبرې د افغانانو په مالکيت او مديريت ترسره کېږي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، واشنګټن ژمن دى، چې د سولې خبرې د افغانانو په مالكيت او مديريت ترسره شي.