د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، واشنګټن ژمن دى، چې د سولې خبرې د افغانانو په مالكيت او مديريت ترسره شي.
هغه دا خبره تېره ورځ له غرمې وروسته په كابل كې د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړه.
له اجرائيه رياست څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې خليلزاد عبدالله ته د سيمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو او مذاكراتو په اړه معلومات وركړل.
وروسته اجرائيه رئيس په افغانستان كې د سولې د لاسته راوړلو لپاره د خليلزاد او ملګرو هڅې يې وستايلې.
عبدالله د سولې په بهير كې د خلكو او بېلابېلو جريانونو پر حضور ټينګار وكړ.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سيمې ځينو هېوادونو ته بياځلي سفر پيل كړى دى.
نوموړي تازه په کابل کې پر جمهور رئيس محمد اشرف غني سربېره له يو شمېر افغان سياسي مشرانو سره هم كتلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


