د ملي يووالي حكومت وايي، د جمهوري رياست ټاكنې به په خپل وخت ترسره او وبه نه ځنډول شي.
د جمهور رئيس وياند هارون چخانسوري نن پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، حکومت د اساسي قانون پر بنسټ او د ټاكنو خپلواك كمېسيون لخوا د اعلان شوې نېټې له مخې په خپل وخت د جمهوري رياست ټاكنو ترسره کېدو ته ژمن دى.
دا څرګندونې په داسې حال كېږي، چې والسټريټ ژورنال ورځپاڼې د امريکايي چارواكو له قوله ويلي، د امريکا حکومت پر دې غور کوي، چې د سولې د روانو هڅو د برياليتوب لپاره له افغان حکومته د جمهوري رياست ټاكنو د ځنډېدو غوښتنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د جمهوري رياست ټاكنو د ترسره كېدو لپاره د راتلونكي لمريز كال د وري مياشتې ۳۱مه نېټه ټاكلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


