په هرات كې سږ كال پر ۶۰۰۰ هكټاره ځمكې زعفران كرل شوي دي.
د دې ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير بشير احمد احمدي د يكشنبې په ورځ د هرات د زعفرانو په څلورمه جشنواره كې وويل، سږ كال به دوى ۱۲ ټنه زعفران ترلاسه كړي، چې د تېر كال په پرتله دوه ټنه زياتوالى ښيي.
نوموړي زياته كړه، ۱۰ زره كورنۍ په هرات كې د زعفرانو پر كرلو او ټولولو بوختې دي.
د احمدي په وينا، د زعفرانو بيه لوړه شوې او اوس مهال د هرات په بازارونو كې يو كيلوګرام زعفران تر ۵۵ زره افغانيو پورې پلورل كېږي.
خو د دغه ولايت يو شمېر زعفران كاران د ايران د بې كيفيته زعفرانو او د هغو د خرابو پيازو د واردېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.
دوى له حكومته غواړي، چې افغانستان ته د بې كيفيته ايراني زعفرانو د قاچاق مخنيوي لپاره جدي اقدامات وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ