ads

په سوريه کې ۱۳ داعشيان او څلور ملکي وګړي وژل شوي

په سوريه کې په بېلابېلو توغندويي او هوايي بريدونو کې ۱۳ داعشيان او څلور ملکي وګړي وژل شوي او اووه داعشيان ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لړم 1397
په سوريه کې ۱۳ داعشيان او څلور ملکي وګړي وژل شوي

په سوريه کې په بېلابېلو توغندويي او هوايي بريدونو کې ۱۳ داعشيان او څلور ملکي وګړي وژل شوي او اووه داعشيان ټپيان دي.
په عراق کې د حشد شعبي ډلې يوه قوماندان اعلان کړی، چې دا بريدونه دوى كړي دي.
قاسم مصلح ويلي، دغه توغندي د سوريې پر المراشده، موزان، سوسه، الباغوز او يو شمېر نورو سيمو توغول شوي دي.
په دې بريدونو کې د داعش ډلې اړوند يو روغتون هم په نښه شوی دى.
په ورته وخت كې راپورونه وايي، د سوريې په ديرالزور ولايت کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې دوه سوريايي ماشومان او دوه ښځې وژل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د امريکا په مشرۍ د داعش ضد ايتلاف په ديرالزور کې په خپلو هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ ملکيان ووژل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA