پاكستان افغان ناروغانو ته اسانتياوې ډېروي

د خيبر پښتونخوا ايالت د روغتيا وزير هشام انعام الله خان وايي، داسې يوه طرحه تر کار لاندې لري، چې له مخې به يې په دغه ايالت كې د افغان ناروغانو لپاره اسانتياوې ډېرې شي او له دې لارې به ټول افغان ناروغان خيبر پښتونخوا ته ور جلب كړي.