يوه امريكايي جنګي الوتكه نن د فيليپين په سمندر كې لوېدلې ده.
د امريكا پوځي چارواكو تاييد كړې، چې د دې هېواد يوه (۱۸FA -) ډوله الوتكه د تخنيكي ستونزو له كبله سقوط شوې ده.
د هغوى په وينا، په دې پېښه كې چا ته زيان نه دى رسېدلى او د يادې جنګي الوتكې دوه پيلوټان ژغورل شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
بل پلو ويل كېږي د الوتكې د سقوط د اصلي علت معلومولو لپاره څېړنې پيل شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


