د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې ترلاسه كول د امريكا د حكومت او د افغانستان د خلكو غوښتنه بللې او ويلې يې دي، دې غوښتنې ته د رسېدو لپاره ټولې خواوې سره نېږدې شوي او تمه ده، چې د افغانانو د سولې غوښتنه ژر پوره شي.
هغه دا څرګندونې تېره ورځ د جمعيت اسلامي ګوند له اجرايوي رئيس عطاء محمد نور سره د ليدنې په مهال كړې دي.
نور پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، په دې ليدنه كې په كابل كې د امريكا سفير جان بس، په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر او يو شمېر نورو لوړپوړو امريكايي مسوولينو هم حضور درلود.
د سرچينې په خبره، خليلزاد پر سولې پروسې د كار كولو په هدف د ټولو خواوو د منلو وړ د يوې ملي او پياوړې ډلې پر رامنځته كولو ټينګار وكړ.
دا په داسې حال كې ده، چې نوموړي وړم ماښام له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره هم وكتل او هغه ته يې د افغانانو په مالکيت او مديريت د سولې مذاكراتو لپاره د خبرو په هدف د سيمې ځينو هېوادونو ته د بياځلي سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل.
خليلزاد د افغانستان، پاكستان، متحده عربي اماراتو او قطر په څو ورځني بياځلي سفر راوتلى دى.


