ads

د ننګرهار په رودات ولسوالۍ كې د كركټ سيالۍ پاى ته ورسېدې

د ننګرهار په رودات ولسوالۍ كې د تاوتريخوالي مخنيوي په هدف يوه اونۍ وړاندې د کرکټ پيل شوې سيالۍ د حصارشاهي لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 لړم 1397
د ننګرهار په رودات ولسوالۍ كې د كركټ سيالۍ پاى ته ورسېدې

د ننګرهار په رودات ولسوالۍ كې د تاوتريخوالي مخنيوي په هدف يوه اونۍ وړاندې د کرکټ پيل شوې سيالۍ د حصارشاهي لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د دې ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ د رودات ولسوالۍ مقام له لوري پلان شوې وې، چې په كې د دغې ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو د ۱۹ کلنو ځوانانو ۱۶ لوبډلو برخه لرله او پايلوبې ته يې د حصارشاهي او بانډې لوبډلو لار پيدا کړې وه.
د يادې ولسوالۍ مسوولينو په خپلو خبرو کې ځوانان د تاوتريخوالي له منځه وړلو، سولې او يووالي ته وهڅول.
دوى وويل، ځوانان د ټولنې فعاله قشر دى او بايد ورته پاملرنه وشي، ترڅو له نشه يي توکو وژغورل شي او د هېواد په ابادۍ کې فعاله ونډه واخلي.
مسوولينو ژمنه وکړه، چې د ځوانانو د هڅونې او د حکومت او ولس ترمنځ د واټن کمېدو لپاره به ورته نور پروګرامونه جوړ كړي، ترڅو ځوانان له ناوړه کړنو وژغورل شي او د ټولنې د اصلاح لپاره کار وکړي.
په پاى كې د مسوولينو لخوا پايلوبې ته د وتلو لوبډلو لوبغاړو ته لباسونه، بوټونه او د کرکټ اړوند نور توکي ورکړل شول او د حصارشاهي لوبډلې د اتلولۍ جام ترلاسه كړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA