ads

جمهور رئيس غني يو ځل بيا له زلمي خليلزاد سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانانو په مالکيت او مديريت د بين الافغاني مذاکراتو په برخه کې د هر اقدام هرکلى کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 لړم 1397
جمهور رئيس غني يو ځل بيا له زلمي خليلزاد سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانانو په مالکيت او مديريت د بين الافغاني مذاکراتو په برخه کې د هر اقدام هرکلى کوي.
هغه دا خبره تېر ماښام په كابل كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاده سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې خليلزاد جمهور رئيس غني ته د افغانانو په مالکيت او مديريت د سولې مذاكراتو لپاره د خبرو په هدف د سيمې ځينو هېوادونو ته د بياځلي سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، له دغو سفرونو وروسته به بېرته کابل ته راشي او د خپلو سفرونو د پايلو راپور به له افغان جمهور رئيس سره شريک کړي.
ټاكل شوې نوموړى له افغانستان وروسته پاكستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته په دوهم ځلي سفر لاړ شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه تر ټاكل كېدو وروسته خليلزاد په تېره اكټوبر مياشت كې د خپل ۱۰ ورځني سفر په ترڅ كې د ملي يووالي حكومت پر مشرانو سربېره د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره هم وليدل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA