ads

جمهور رئيس غني په باميان کې د برېښنا رسولو درې سترې پروژې پرانيستې

جمهور رئيس محمد اشرف غني دايكندي ته له يو ورځني سفر وروسته تېر مازديګر باميان ته لاړ.
ده په داسې حال کې، چې د جمهوري رياست دوهم مرستيال او د کابينې يو شمېر وزيرانو يې ملتيا کوله، په پيل کې په دشت اژدر سيمه كې د برېښنا رسولو د درېيو مهمو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 لړم 1397

په دغو پروژو کې د يوه سب سټېشن جوړېدل، له دوشي تر باميان د ۲۲۰ کيلو ولټه انتقالي لين تمديد او ۲۰ زرو کورونو ته د برېښنا د وېش شبکه شامله ده.
د يادو پروژو مالي لګښت د اسيايي پراختيايي بانک له لوري تمويلېږي، چې د دوو کلونو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
جمهور رئيس غني وويل، د دې پروژو په بشپړېدو سره به د باميان د خلكو كورونو ته روښنايي ورشي.
د ارګ د معلوماتو له مخې، د هېواد جمهور رئيس باميان ته د سفر په مهال د دغه ولايت له امنيتي او دفاعي مسوولينو، ولسوالانو او د ولايتي شورا غړو سره په جلا توګه وليدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA