ads

باميان ته د جمهور رئيس غني له سفر سره هممهاله لاريون وشو

د باميان لسګونو اوسېدونكو، مدني فعالانو او د روښنايي غورځنګ غړو دغه ولايت ته د جمهور رئيس محمد اشرف غني له سفر سره هممهاله لاريون وكړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 لړم 1397
باميان ته د جمهور رئيس غني له سفر سره هممهاله لاريون وشو

د باميان لسګونو اوسېدونكو، مدني فعالانو او د روښنايي غورځنګ غړو دغه ولايت ته د جمهور رئيس محمد اشرف غني له سفر سره هممهاله لاريون وكړ.
لاريون كوونكي، چې (غني باميان ته مه راځه!) شعارونه يې وركول، د عبدالعلي مزاري له جوماته تر اريكين چوكه لاړل.
دوى د ملي يووالي حكومت په كمكارۍ، د ناامنۍ په زياتېدو او بې عدالتۍ تورن كړ او ويې ويل، په تېرو څلورو كلونو كې د هېواد اقتصادي، ټولنيز او سياسي حالت لا خراب شوى دى.
ډېرى لاريون كوونكي د روښنايي غورځنګ غړي وو او هغوى د باميان له مسيره سالنګ ته د تركمنستان د ۵۰۰ كيلو ولټه برېښنا د لين د لېږد له كبله پر حكومت نيوكه وكړه او زياته يې كړه، جمهور رئيس غني تل د مركزي سيمو اوسېدونكي غولولي دي.
د يادونې وړ ده، چې له ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ لمريز كاله د باميان – ميدان وردګ له مسيره سالنګ ته د تركمنستان د ۵۰۰ كيلو ولټه برېښنا د لين د لېږد په خاطر څو وارې په باميان، كابل او ځينو بهرنيو هېوادونو كې لاريونونه وشول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA