ads

په څلورو ولايتونو كې ۴۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د تصفيوي عملياتو او هوايي بريدونو په ترڅ كې د دولت لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 لړم 1397
په څلورو ولايتونو كې ۴۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د تصفيوي عملياتو او هوايي بريدونو په ترڅ كې د دولت لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت نن په څو خبرپاڼو كې ويلي، دا عمليات او بريدونه په هلمند، غزني، ننګرهار او لوګر ولايتونو كې ترسره شوي، چې له كبله يې ۳۹ ترهګر وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په مهال د هلمند په ناوې ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو له لوري ۱۰ كړۍ ماينونه كشف او له منځه وړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت زياته كړې، مخالفينو ته ډېرى تلفات په غزني او هلمند ولايتونو كې اوښتي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA