په ننګرهار كې درې وسله وال طالبان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۰۲ قطعې ځواكونو په عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد هارون يوسفزي کليد ته وويل، دغه عمليات د ملي امنيت اړوند د يادې قطعې سرتېرو د هوايي ځواک په ملتيا تېره ورځ د وزيرو تنګي په سيمه کې کړي دي.