د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۰۲ قطعې ځواكونو په عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد هارون يوسفزي کليد ته وويل، دغه عمليات د ملي امنيت اړوند د يادې قطعې سرتېرو د هوايي ځواک په ملتيا تېره ورځ د وزيرو تنګي په سيمه کې کړي دي.
يوسفزي دغه راز وويل، د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون كوونكو له لوري پيل شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
دى وايي، د روانو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور لوى کلي د داعش وسله والو له شتونه پاک شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول زياته کړه، په دې عملياتو کې ګڼ شمېر داعشيانو مرګ ژوبله اوښتې، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره يې په لاس نه لري.
داعش او طالب وسله والو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.


