د سوماليا په پايتخت موګاديشو كې درېيو موټربم چاودنو او وسله والې نښتې لږ تر لږه ۲۳ كسان وژلي دي.
د دې هېواد روغتيايي چارواكي وايي، په نښته كې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.
د سوماليا پوليسو ويلي، د جمعې په ورځ په درېيو موټرونو كې ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو د صفحى هوټل شاوخوا چاودنې وكړې.
د دغه هېواد د امنيتي مسوولينو په خبره، له چاودنو وروسته څلور وسله وال ياد هوټل ته داخل شول او د هغه له بامه يې ډزې پيل كړې.
د سوماليايي پوليسو په وينا، امنيتي ځواكونو وسله وال بريد كوونكي ووژل او په هوټل كې لسګونه بند كسان يې وژغورل.
د القاعده شبكې اړوند الشباب ډلې د چاودنو او وسله وال بريد مسووليت منلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


