جمهور رئيس غني په باميان کې د برېښنا رسولو درې سترې پروژې پرانيستې

جمهور رئيس محمد اشرف غني دايكندي ته له يو ورځني سفر وروسته تېر مازديګر باميان ته لاړ.
ده په داسې حال کې، چې د جمهوري رياست دوهم مرستيال او د کابينې يو شمېر وزيرانو يې ملتيا کوله، په پيل کې په دشت اژدر سيمه كې د برېښنا رسولو د درېيو مهمو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودې.