ads

جمهور رئيس غني دوهمې درجې ته د دايكندي ولايت د لوړولو ژمنه وكړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني دايكندي ته د خپل سفر په مهال له خلكو سره له درېيمې درجې دوهمې ته د دغه ولايت د لوړولو ژمنه وكړه.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، جمهور رئيس غني نن غرمه د دايكندي په مركز نيلي ښار كې د خلكو يوې لويې غونډې ته وينا وكړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 لړم 1397
جمهور رئيس غني دوهمې درجې ته د دايكندي ولايت د لوړولو ژمنه وكړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني دايكندي ته د خپل سفر په مهال له خلكو سره له درېيمې درجې دوهمې ته د دغه ولايت د لوړولو ژمنه وكړه.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، جمهور رئيس غني نن غرمه د دايكندي په مركز نيلي ښار كې د خلكو يوې لويې غونډې ته وينا وكړه.
هغه په دې غونډه كې د نيلي ښار د غيرې پلاني سيمو د ملكيت سندونو د وېش لړۍ پنځو تنو ته د ملكيت سندونو په وركولو سره پيل كړه.
د هېواد جمهور رئيس دايكندي ته د سفر په ترڅ كې د دې ولايت له امنيتي او دفاعي مسوولينو، ديني عالمانو، متنفذينو، د ولايتي شورا غړو، ښوونكو او استادانو سره په جلا توګه وكتل او همدارنګه يې هلته د څلورو سترو پروژو كارونه پرانيستل.
جمهور رئيس غني د جمعې په سهار د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دايكندي ته لاړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA