ads

په كندهار كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين په كندهار كې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د اوو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 لړم 1397
په كندهار كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين په كندهار كې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د اوو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د دغې قول اردو وياند احمد صادق عيسى نن كليد ته وويل، د كندهار د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو كې د افغان ګډو ځواكونو د عملياتو په مهال د سيمه ييز قوماندان ملا سعيد په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د عملياتو په ترڅ كې د طالبانو څلور قرارګاوې هم له وسلو او مهماتو سره له منځه وړل شوې دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA