ads

قانوني: د سولې پروسه يوې واضحې طرحې ته اړتيا لري

د افغانستان د لوى ملي ايتلاف غړى محمد يونس قانوني وايي، په هېواد كې د سولې پروسې په اړه ملي اجماع موجوده ده او هېڅوك يې مخالف نه دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 لړم 1397
قانوني: د سولې پروسه يوې واضحې طرحې ته اړتيا لري

د افغانستان د لوى ملي ايتلاف غړى محمد يونس قانوني وايي، په هېواد كې د سولې پروسې په اړه ملي اجماع موجوده ده او هېڅوك يې مخالف نه دى.
ده نن په كابل كې په بغلان كې د ځانمرګي بريد له كبله د ولسي جرګې د شپږو وژل شوو غړو د ۱۱م تلين په نمانځغونډه كې وويل، د سولې پروسه يوې واضحې طرحې او د هېوادوالو تاييد ته اړتيا لري.
د قانوني په خبره، بايد روښانه وي، چې سوله له چا سره، څه ډول او په كومه بيه كېږي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې د افغانستان له حكومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو په تړاو د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريكا هڅې زياتې شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA