د مسكو د غونډې ګډونوالو د سولې له بين الافغاني مذاكراتو ملاتړ وكړ

د افغانستان د سولې په اړه د مسكو د غونډې ګډونوالو د سولې پر بين الافغاني مذاكراتو د ټينګار ترڅنګ په دې برخه كې د همكارۍ ژمنه وكړه.
دا غونډه نن د روسيې په پايتخت مسكو كې د ۱۱ هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه، چې په كې په لومړي ځل د طالبانو او د سولې عالي شورا استازو هممهاله حضور درلود.