د خوراك نړيوال پروګرام يمن ته د خوراكي توكو مرستې زياتوي

د خوراك نړيوال پروګرام هڅه كوي، چې يمن ته د خوراكي توكو مرستې دوه برابره زياتې كړي.
ياد پروګرام د پنجشنبې په ورځ په خپله خپره كړې خبرپاڼه كې د دې كار هدف د يمن ۱۴ ميليونه وګړو ته د مرستې رسول او په دغه هېواد كې د پراخې قحطۍ مخنيوى بللى دى.