د خوراك نړيوال پروګرام هڅه كوي، چې يمن ته د خوراكي توكو مرستې دوه برابره زياتې كړي.
ياد پروګرام د پنجشنبې په ورځ په خپله خپره كړې خبرپاڼه كې د دې كار هدف د يمن ۱۴ ميليونه وګړو ته د مرستې رسول او په دغه هېواد كې د پراخې قحطۍ مخنيوى بللى دى.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې يمن اوسمهال د نړۍ د لوږې له تر ټولو لوى بحران سره لاس او ګرېوان دى.
يمن د عربي هېوادونو تر ټولو زيات بېوزله او د نړۍ د بېوزله هېوادونو له جملې څخه دى او اوس وخت د دې هېواد په اصلي سوداګريز بندر حديده كې د جګړې له دوام سره د يمن اوسېدونكي په ځانګړې توګه ماشومان د ناروغيو او لوږې له خطر سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


