ads

خليلزاد افغانستان او د سيمې هېوادونو ته بيا په سفر وتلى

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پنجشنبې په ورځ افغانستان او د سيمې هېوادونو د خپل سفر دوهم پړاو پيل كړ.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د خليلزاد د دې سفر هدف د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پيل لپاره د هڅو تېزول دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 لړم 1397
خليلزاد افغانستان او د سيمې هېوادونو ته بيا په سفر وتلى

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پنجشنبې په ورځ افغانستان او د سيمې هېوادونو ته د خپل سفر دوهم پړاو پيل كړ.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د خليلزاد د دې سفر هدف د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پيل لپاره د هڅو تېزول دي.
ټاكل شوې نوموړى د خپل دغه ۱۲ ورځني سفر په مهال، چې د روانې نومبر مياشتې په ۲۰مه نېټه پاى ته رسېږي، پاكستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه تر ټاكل كېدو وروسته خليلزاد په تېره اكټوبر مياشت كې د خپل ۱۰ ورځني سفر په ترڅ كې د ملي يووالي حكومت پر مشرانو سربېره د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره هم وليدل.
يوه لوړپوړي طالب چارواكي په دوحه كې له هغه سره تر ليدنې وروسته ويلي و، خليلزاد په غونډه كې د طالبانو لخوا د شپږ مياشتني اوربند د اعلانولو غوښتونكى شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA