ads

ستر ملي ايتلاف: د ستر پاسوال عبدالرازق فضيه دې په جدي ډول وڅېړل شي

د افغانستان لوی ملي ايتلاف وايي، حکومت بايد ډېر ژر د ستر پاسوال عبدالرازق د ترور عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 لړم 1397
ستر ملي ايتلاف: د ستر پاسوال عبدالرازق فضيه دې په جدي ډول وڅېړل شي

د افغانستان لوی ملي ايتلاف وايي، حکومت بايد ډېر ژر د ستر پاسوال عبدالرازق د ترور عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د دغه اېتلاف غړي همايون همايون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبري ناستې ته وويل، د افغانستان لوی ملي ايتلاف په جدي توګه د ستر پاسوال عبدالرازق د قضيې د روښانه کېدو غوښتونکی دی.
ستر پاسوال عبدالرازق يوه مياشت وړاندې په کندهار کې د يوې امنيتي ناستې په پای کې چې په هغه کې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر او د دې ولايت والي هم ګډون درلود، په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.
تر دې مهاله هم د نوموړي د وژل کېدو قضيه ګونګه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA