نن د سولې عالي شورا يو څلور کسيز پلاوی د دې شورا د مرستيال حاجي دين محمد په مشرۍ د مسکو په ناسته کې د ګډون په هدف روسيې ته ځي. د نوموړي په خبره، ټاکل شوې دغه پلاوی نن له غرمې مخکې روسيې ته سفر وکړي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري کليد ته وويل، په دې پلاوي کې د حاجي دين محمد تر څنګ د دې شورا درې نور مرستيالان عطاالرحمن سليم، حبيبه سرابي او عبدالخبير اوچقون شامل دي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري وايي، دغه ناسته سبا جوړېږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو ژر پيلېدل يې اصلي اجنډا ده.
د سولې عالي شورا وياند زياته کړه، افغان حکومت چمتو دی چې د طالبانو د حاضرېدو په صورت کې له دوی سره مخامخ خبرې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


