ads

يوناما تېرې ټاکنې خورا خونړۍ وبللې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يوناما په يوه ځانګړي راپور کې وايي، د تلې مياشتې پارلماني ټاکنې د تېرو څلورو ټاکنو په پرتله ډېرې خونړۍ وې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 لړم 1397
يوناما تېرې ټاکنې خورا خونړۍ وبللې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يوناما په يوه ځانګړي راپور کې وايي، د تلې مياشتې پارلماني ټاکنې د تېرو څلورو ټاکنو په پرتله ډېرې خونړۍ وې.
يوناما وايي، د ټاکنيز تاوتريخوالي او ګواښونو پايله کې ۴۳۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د يوناما راپور وايي، د اکتوبر په شلمه د ټاکنو په ورځ ۵۲ کسان وژل شوي او ۳۷۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
په دې کې ۱۰۰ تنه ښځې او ماشومان شامل دي.
د يوناما په خبرپاڼه کې راغلي کومه مرګ ژوبله چې دټاکنو اړوند تاوتريخوالي له امله د رايه ورکونکو د نوم ليکنې او کمپاينونو پر مهال ملکې کسانو ته اوښتې له تېرو ټاکنو سره په پرتليز ډول خورا لوړه ده. د يوناما راپور ښيي چې د طالبانو او نورو دولت مخالفو وسله والو ډلو له لوري په هغو ښوونځيو چې د رايه د مرکز په توګه ترينه کار اخيستل کيده د توغنديو، لاسي بمونو، هاوانونو او چاوديدونکو توکو بريدونه شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA