ads

مکرون: اروپا دې رښتينی پوځ جوړ کړي

د فرانسې جمهور رييس امانويل مکرون د يو “رښتيني اروپايي پوځ” د جوړېدو غوښتنه کړې، څو د ده په وينا اروپايي ټولنه وکړای شي، د روسيې او حتا د امريکا د متحده ايالاتو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 لړم 1397
مکرون: اروپا دې رښتينی پوځ جوړ کړي

د فرانسې جمهور رييس امانويل مکرون د يو “رښتيني اروپايي پوځ” د جوړېدو غوښتنه کړې، څو د ده په وينا اروپايي ټولنه وکړای شي، د روسيې او حتا د امريکا د متحده ايالاتو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
مکرون چې د فرانسې د جمهوري رياست څوکۍ ته له رسېدو راهيسې د اروپايي ټولنې د يو شريک پوځ پر رامنځته کولو ټينګار کوي، د سې شنبې په ورځ‌ يې په يوې راډيويي مرکه کې وويل، اروپا بايد په امريکا خپله تکيه را کمه کړي.
نوموړي ويلي، دوی بايد د چين، روسيې او ان امريکا په وړاندې له خپل ځانه دفاع وکړای شي.
د هغه په خبره، دوی تر هغې اروپايان نه ‎شي ساتلی، چې د يو رښتيني اروپايي پوځ د جوړېدو پرېکړه ونه کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA