ads

محمد اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا وکړه

په سياسي چارو کې د جمهور رييس ځانګړي استازي او د سولې شورا د دارالانشا رييس اکرم خپلواک له دندې استفعا کړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 لړم 1397
محمد اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا وکړه

په سياسي چارو کې د جمهور رييس ځانګړي استازي او د سولې شورا د دارالانشا رييس اکرم خپلواک له دندې استفعا کړې ده.
د سولې عالي شورا وياند احسان طاهري کليد ته وويل، د ښاغلي خپلواک استعفا نن د کابينې په غونډه کې منل شوې او د دې استعفا د دليل په تړاو به ډېر ژر خپله اکرم خپلواک معلومات ورکړي.
په دې وروستيو کې د جمهور رييس ډېرو نږدې کسانو له خپلو دندو استفعا کړې ده. نه يوازې د جمهور رييس ملګرو بلکې د ملي يووالي په حکومت کې ډېرو مهمو څېرو او چارواکو له خپلو دندو استفعا کړې ده، چې د ډېری دې کسانو د استعفاوو هدف د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې د ځان نوماندول يا د يوه بل نوماند لپاره کمپاين کول بلل کېږي. خو دا چې د اکرم خپلواک هدف څه دی تر دې مهاله څرګنده نه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA