د سولې د ولسي حرکت درې غړي د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته چې ټاکل شوې په دسمبر مياشت کې په بروکسل کې جوړه شي، بلل شوي دي.
د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست کليد ته وويل، د دوی د مشرتابه شورا درې غړي به د بروکسل په غونډه کې له نړيوالو وغواړي چې د افغانستان په تړاو خپل ستراتېژي بدله کړي.
وطندوست زياته کړه، د سولې ولسي حرکت د مشرتابه شورا ۳ غړي د سولې په تړاو په هند کې جوړېدونکې غونډې ته هم بلل شوي دي.
د سولې ولسي حرکت غړي د روان لمريز کال په پسرلي کې له هلمند ولايت څخه په پلي ډول کابل ته راغلل، دلته يې د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو يو شمېر هېوادونو د سفارتونو تر مخ له ناستو وروسته په لوڅو پښو بلخ ته لاړل. خو اوس د دغه حرکت غړي کابل ته راغلي دي او ټاکل شوې تر راتلونکو ۱۵ ورځو لغمان، کنړ، نورستان او ننګرهار ولايتونو ته سفر وکړي.


