ads

د مسکو د سولې په غونډه کې د سولې عالي شورا څلور کسيز پلاوی ګډون کوي

د سولې عالي شورا وايي، د دې شورا يو څلور کسيز پلاوی به د حاجي دين محمد په مشرۍ د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 لړم 1397
د مسکو د سولې په غونډه کې د سولې عالي شورا څلور کسيز پلاوی ګډون کوي

د سولې عالي شورا وايي، د دې شورا يو څلور کسيز پلاوی به د حاجي دين محمد په مشرۍ د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د چهارشبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وويل، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو ژر پيلېدل د مسکو د سولې د ناستې اصلي اجنډا ده.
د سولې عالي شورا وياند زياته کړه، افغان حکومت چمتو دی چې د طالبانو د حاضرېدو په صورت کې له دوی سره مخامخ خبرې وکړي.
ټاکل شوې وه د مسکو د سولې غونډه د روان کال د سپټمبر په څلورمه جوړه شي او د طالبانو استازو هم په دغه غونډه کې د ګډون ژمنه کړې وه، خو د دغې ناستې جوړېدل د افغان حکومت په غوښتنه وځنډول شول.
ټاکل شوې دغه غونډه د راتلونکې جمعې په ورځ د طالبانو د استازو، د سولې عالي شورا د څلور کسيزو پلاوي او د ۱۲ هېوادونو د استازو په ګډون په مسکو کې جوړه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA