ads

د غزني د جاغوري ولسوالۍ په دوو امنيتي پوستو د طالبانو بريدونو مرګ ژوبله اړولې

د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د چهارشنبې په شپه د جاغوري ولسوالۍ په ځينو پوستو د وسله والو طالبانو په بريد کې ۳ پوليس وژل شوي او پنځه سيمه‌ييز پوليس ټپيان شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 لړم 1397
د غزني د جاغوري ولسوالۍ په دوو امنيتي پوستو د طالبانو بريدونو مرګ ژوبله اړولې

د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د چهارشنبې په شپه د جاغوري ولسوالۍ په ځينو پوستو د وسله والو طالبانو په بريد کې ۳ پوليس وژل شوي او پنځه سيمه‌ييز پوليس ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، جګړې د چهارشنبې ورځې د سهار تر لسو بجو دوام درلود.
محمد عارف نوري د وسله والو طالبانو د تلفاتو په تړاو څه ونه ويل.
د غزني د والي وياند وايي، اوس مهال د جاغوري ولسوالۍ امنيتي وضعيت عادي شوی او طالبانو د ګيلان ولسوالۍ ته تښتېدلي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، په دې جګړه کې يې د انګوري په سيمه کې د افغان ځواکونو ۹ پوستې نيولې دي او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA