ads

تر راتلونکو دوو ورځو د جمهوري رياست د ټاکنو مهالوېش اعلانېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د جمهوري رياست ټاکنې به د راتلونکي لمريز کال د وري په ۳۱مه نېټه ترسره شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 لړم 1397
تر راتلونکو دوو ورځو د جمهوري رياست د ټاکنو مهالوېش اعلانېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د جمهوري رياست ټاکنې به د راتلونکي لمريز کال د وري په ۳۱مه نېټه ترسره شي.
د دغه کمېسيون منشي او وياند حفيظ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وويل، چې تر راتلونکو دوو ورځو به د جمهوري رياست د ټاکنو مهال وېش اعلان شي.
هاشمي په ټولنيزو رسنيو کې د ټاکنو د پايلو په تړاو د لېستونو خپرېدل ناسم وبلل او ټينګار يې وکړ چې د ټاکنو پايلې به د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري اعلان شي.
هاشمي يو ځل له ناپاکو رايو د پاکو رايو په بېلولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې ټوله پروسه د شکايتونو کمېسيون او څارونکو له لوري څارل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA