ads

امريکا چابهار بندر پر ايران د لګېدلو بنديزونو له منځه مستثنی اعلان کړ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په چابهار کې د افغانستان لپاره د هند پروژه له بنديزونو مستثنی اعلان کړې ده او وايي هدف يې دا دی چې د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وشي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 لړم 1397
امريکا چابهار بندر پر ايران د لګېدلو بنديزونو له منځه مستثنی اعلان کړ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په چابهار کې د افغانستان لپاره د هند پروژه له بنديزونو مستثنی اعلان کړې ده او وايي هدف يې دا دی چې د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وشي.
له چابهار افغانستان ته د رېل پټلۍ غځولو پروژه هم له دغه بنديزونو مستثنا ده. مايک پمپيو رسنيو ته په يوه لېږلي پيغام کې ويلي، چې دغه فعاليتونه د افغانستان د پرمختګ او دغه هېواد ته د بشري مرستو د رسولو لپاره اړين دي. مايک پمپيو دا هم ويلي چې افغانستان به له ايران د تېلو وارداتو ته ادامه ورکړي. تر دې وړاندې دا وېره وه، چې ښايي پر ايران د امريکا نوي بنديزونه په ايران کې د افغانستان پر مهم بندر چابهار منفي اغېز وکړي.
خو امريکا اوس اعلان کړی چې دغه بندر له بنديزونو مستثنا دی. چابهار د هند په مرسته په ايران کې د افغانستان لپاره رغول شوی بندر دی، چې جنوبي اسيا او مرکزي اسيا به د افغانستان او ايران له لارې سره ونښلوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA