د هېواد په لوېديځ كې يوه امنيتي سرچينه د وسله والو طالبانو په لاس د فراه د يوه سرحدي كنډك د سقوط خبر وركوي.
دا سرچينه وايي، په قلعه كاه ولسوالۍ كې د دغه ولايت د لومړۍ سرحدي لېوا كنډك نن سهار شاوخوا دوه بجې له ټول پرسونل او پوځي تجهيزاتو سره د طالبانو لاس ته لوېدلى دى.
تراوسه معلومه نه ده، چې په دې كنډك كې څومره امنيتي سرتېري موجود وو.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو وياند نجيب الله نجيبي له كليد سره په خبرو كې له طالبانو سره د لومړۍ سرحدي لېوا كنډك د ځواكونو جګړه تاييد كړه، خو د هغه د سقوط په اړه يې څه ونه ويل.
بل پلو د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي، د امنيتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته شوې، خو د احتمالي تلفاتو په تړاو يې معلومات نه لري.
ده كليد ته وويل، تر دې دمه د لومړۍ سرحدي لېوا كنډك د سقوط راپور نه دى ور رسېدلى.
دا په داسې حال كې ده، چې ځينو رسنيو د فراه د ولايتي شورا د غړو له قوله ويلي، چې په ياد كنډك كې د ملي اردو نېږدې ۲۰ سرتېري وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ