په هرات كې د دوو چاودنو مخنيوى وشو

ملي پوليسو په هرات كې د دوو ماين چاودنو مخه نيولې ده.
د كورنيو چارو وزارت لخوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا ماينونه ترهګرو د پښتون زرغون ولسوالۍ په مهاجر اباد سيمه كې تازه د سړك پر غاړه د تروريستي بريدونو د ترسره كولو په هدف ځاى پر ځاى كړي وو.