ads

په كندهار كې د حکومت د وسله‌والو مخالفينو يوه ډله ونيول شوه

په كندهار كې يوه پنځه كسيزه ترهګره ډله ونيول شوه

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 لړم 1397
په كندهار كې د حکومت د وسله‌والو مخالفينو يوه ډله ونيول شوه

د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو په كندهار ښار كې د عملياتو په ترڅ كې يوه پنځه كسيزه ترهګره ډله نيولې ده.
د ملي امنيت له عمومي رياسته نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې د نيول شوو ترهګرو نومونه نورالله، اسماعيل، فدا محمد، قدرت الله او محمدالله ياد شوي دي.
سرچينه وايي، دغو كسانو د وسله والو طالبانو د ډلې په امر د كندهار په شاوليكوټ، ژېړۍ او ميوند ولسواليو كې تروريستي او تخريبي فعاليتونه او پر امنيتي پوستو او اكمالاتي كاروانونو بريدونه كول.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
د يادونې وړ ده، چې د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ګڼ شمېر تروريستان نيولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA