ads

د سولې په اړه په ملي کچه مشورتي بورډ جوړېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د سولې په اړه په ملي کچه مشورتي بورډ جوړېږي، چې د ټولو ولايتونو استازي به په كې موجود وي.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام د ويډيو کنفرانس له لارې د هېواد د ټولو ۳۴ ولايتونو له ديني عالمانو، د سولې او ښځو شوراګانو، د دولتي پوهنتونونو او بشري حقونو د رئيسانو ترڅنګ له ملکي او نظامي مسوولينو سره د سولې پروسې په اړه د خبرو په مهال وكړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 لړم 1397

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، د ياد مشورتي بورډ د جوړولو هدف دا دى، چې د سولې په پروسه کې د ټولو ولايتونو استازي شامل وي، ځکه سوله ښکاره او په رڼا کې کېږي.
د هغه په وينا، د مشورتي بورډ له ټاکلو وروسته به د دې بورډ غړي کابل ته راشي او د حکومت له تخنيکي ټيم سره به په ګډه، چې په سولې پروسه کې بوخت دى، کار وکړي.
د هېواد جمهور رئيس څرګنده کړه، کله چې د سولې مذاکراتو لپاره زمينه برابره شي، همدا مشورتي بورډ به د مذاکره کوونکي ټيم په جوړولو کې رول ولري او له دې پروسې سره به مرسته کوي.
نوموړي وويل، په پام کې ده په دې مشورتي بورډ کې د سياسي ګوندونو، مدني ټولنې او ښځو د استازو ترڅنګ د هېواد يو شمېر نور شخصيتونه هم شامل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA