د افغانستان او چين ترمنځ هوايي دهلېز نن سهار پرانيستل شو.
له دې لارې به د افغانستان جلغوي چين ته ولېږدول شي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د دغه دهلېز په پرانيستغونډه كې دا يوه تاريخي ورځ وبلله او ويې ويل، د لړم مياشتې ۱۵مه نېټه به هر كال د جغلوزو د ملي ورځې په توګه ونمانځل شي.
هغه د جلغوزو او نورو افغاني محصولاتو د توليدوونكو، پروسس كوونكو او صادروونكو د بېلابېلو اتحاديو پر جوړولو ټينګار وكړ او دا كار يې د ټولو اړوندو خواوو په ګټه وباله.
بل پلو د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي سوداګريز مرستيال محمد يونس مومند وويل، چين ته د نن ورځې له لېږدوونكو جلغوزو سره د دې مېوې د سږ كال صادرات څه باندې ۶۷ ميليون ډالرو ته لوړ شول.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د هند په ګډون له يو شمېر نورو هېوادونو سره هم د افغانستان هوايي دهلېزونه پرانيستل شوي دي.


