ads

پر ايران د امريكا تر ټولو سخت بنديزونه ولګېدل

پر ايران نن د امريکا نوي، خو تر ټولو سخت بنديزونه ولګېدل.
د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت پر ايران ټول هغه بنديزونه بېرته ولګول، چې د ۲۰۱۵م ميلادي کال له اټومي تړون وروسته ترې لرې شوي وو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 لړم 1397
پر ايران د امريكا تر ټولو سخت بنديزونه ولګېدل

پر ايران نن د امريکا نوي، خو تر ټولو سخت بنديزونه ولګېدل.
د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت پر ايران ټول هغه بنديزونه بېرته ولګول، چې د ۲۰۱۵م ميلادي کال له اټومي تړون وروسته ترې لرې شوي وو.
په دې بنديزونو کې د تېلو صادرات، بېړيو تګ راتګ، بانکونه او د دغه هېواد د اقتصاد ټولې مهمې برخې شاملې دي.
د ايران جمهور رئيس حسن روحاني په خپله نوې وينا کې د امريکا د بنديزونو په اړه ويلي، چې پر ايران به هېڅ ډول منفي اغېز و نه کړي.
د ده په خبره، ايران به په پوره قوت او افتخار دغه بنديزونه مات کړي.
روحاني د خپل هېواد د سوداګرۍ، کانونو او اقتصاد سکټورونو ته امر کړی، چې خپلو چارو ته په پوره ډاډ دوام وركړي.
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، ايران اوس کولی شي په ورځ کې يوازې يو ميليون بېرله تېل صادر کړي.
مخكې دې هېواد په ورځ کې درې ميليونه او ۸۰۰ زره بېرله تېل بهر ته صادرول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA