د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ كې د روانې جګړې له كبله د ملكي وګړو او امنيتي سرتېرو د زياتو تلفاتو علت د حكومت په وخت نه اقدام وباله.
هغه نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، هلته رامنځته شوې نښته قومي اړخ نه لري، بلکې وسله والو طالبانو پر پوليسو او ملکي خلکو بريد كړى، چې له كبله يې ملكي وګړو او امنيتي سرتېرو ته درانه تلفات اوښتي او ګڼ شمېر كورنۍ بېځايه شوې دي.
عبدالله زياته كړه، د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي ډاډ وركړى، چې هلته به لازم اجراآت وكړي او په وينا يې، بېځايه شوو كورنيو ته رسېدنه د حكومت له لومړيتوبونو څخه ده.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهوري رياست د جمهور رئيس د سلاكار اسدالله فلاح په مشرۍ په اروزګان كې د ملكي تلفاتو د څېړنې په هدف يو پلاوى په دنده ګومارلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


