د امنيتي او دفاعي ځواكونو لسګونه مسوولين او منسوبين وستايل شول

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يكشنبې په ورځ په يو لړ مراسمو کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو لسګونو مسوولينو او منسوبينو ته د امنيت د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هغوى د ښې رهبرۍ او غوره خدمتونو د تقديرولو په هدف عالي دولتي مډالونه، نښانونه، رتبې او نغدي مکافات ورکړل.