د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، حكومت چمتو دى له خپل توان سره سم په كابل ښار كې د وروستۍ اورلګېدنې له كبله له زيانمنو شوو كسانو سره مرسته وكړي.
نوموړي نن د وزيرانو شورا غونډې ته د وينا په مهال د كابل د اطفايې د تجهيزاتو كموالى د دغه اور د مهارولو په برخه كې له موجوده ستونزو څخه ياد كړ او د كورنيو چارو له وزارته يې وغوښتل، چې د اطفايې تجهيزول په خپلو كاري لومړيتوبو كې شامل كړي.
عبدالله همدارنګه له دې وزارته غوښتنه وكړه، چې د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره تدابير ونيسي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په شپه د كابل ښار د نادر پښتون واټ په سيمه كې د اورلګېدنې له كبله، چې تراوسه يې علت معلوم شوى نه دى، سلګونه دوكانونه وسوځېدل او خلكو ته لسګونه ميليونه ډالر زيان واوښت.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


