ads

د ټرانسپورټ وزارت د بحري ټرانسپورټ څانګه پرانېزي

د ټرانسپورټ وزارت چارواكي وايي، په پام كې لري د دغه وزارت په چوكاټ كې د خصوصي سكټور په غوښتنې د بحري ټرانسپورټ څانګه پرانېزي او خصوصي سكټور به د چابهار بندر په ازادو اوبو كې د بحري ټرانسپورټ په برخه كې پانګونه وكړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لړم 1397
د ټرانسپورټ وزارت د بحري ټرانسپورټ څانګه پرانېزي

د ټرانسپورټ وزارت چارواكي وايي، په پام كې لري د دغه وزارت په چوكاټ كې د خصوصي سكټور په غوښتنې د بحري ټرانسپورټ څانګه پرانېزي او خصوصي سكټور به د چابهار بندر په ازادو اوبو كې د بحري ټرانسپورټ په برخه كې پانګونه وكړي.
د ټرانسپورټ وزارت اداري او مالي مرستيال امام محمد وريماچ نن په كابل كې رسنيو ته وويل، دا موضوع له ايران او هند سره شريكه شوې او ايران يې هركلى كړى دى.
نوموړي زياته كړه، افغانان كولاى شي د بحري ټرانسپورټ په برخه كې پانګونه وكړي، بېړۍ وپېري او يا يې په كرايه ونيسي.
د وريماچ په وينا، پر هغو بېړيو به، چې د افغانانو لخوا پرې پانګونه شوې وي، د افغانستان بيرغ ولاړ وي.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه كې ګڼې ستونزې درلودې، خو اوس په دې برخه كې پر يوه هېواد له تكيې كولو خلاص شوى او بېلابېلې ټرانزيټي لارې لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA