په ۱۸ ولايتونو كې د ګوزڼ ضد واكسين كمپاين پيلېږي

د راتلونكې دوشنبې په ورځ د هېواد په ۱۸ ولايتونو كې د ګوزڼ يا پوليو په ضد د واكسين كمپاين پيلېږي، چې په ترڅ كې به يې پنځه ميليونه او ۳۰۰ زره له پنځو كلونو كم عمره ماشومان واكسين شي.